په ننګرهار کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
Mon, Dec 11 2023 10:07 AM
په ننګرهار کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند فوټبال فدراسيون له لوري د ننګرهار، لغمان، ميدان وردګ،خوست، پکتيا او نورستان ولايتونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو د پيل په مراسمو کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدران، د فوټبال ملي فدراسیون رييس محمد يوسف کارګر، د نوموړي ولايت د بدني روزنې او ورزش رييس عبدالسلام وزيروال، د ياد ولايت د فوټبال مسوولينو، ورزشکارانو او د ورزش مينوالو ګډون کړی و.

د دغو سياليو د پيل په لوبه کې ننګرهار لوبډلې خپلې سيالې خوست لوبډلې ته د ۳_۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې د دغو سياليو موخه د زون په کچه د غوره لوبډلې موندل ياد شوي دي، چې په راتلونکې کې به د هيواد د زونونو په کچه په سياليو کې ګډون وکړي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS