ننګرهار؛ روداتو لوبډلې د کوټ ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو تر منځ د خپلواک افغانستان په نوم د واليبال سيالۍ د روداتو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د روداتو او هېندرانو ځوانانو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې د ۳/۰ مېدانونو په توپير د روداتو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.
دغه سيالۍ، چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ، موخه يې د هېواد خپلواکي ساتل او د واليبال لوبې وده ياده شوې وه. په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.