کابل؛ د بدمنتون منتخبه سیالیو لپاره د لوبغاړو د چمتووالي تمرینات پیل شول
د بدني روزنې او ورزش ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د کابل بدمنتون منتخبه سیالیو کې د لوبغاړو د لا ښه ځلېدا په موخه چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې پیل شي، د یاد ورزش د لوبغاړو د چمتو والي تمرینات پیل شول.
دغه تمرینات د نویو ځوانانو، ځوانانو، زلمیانو او ډېر عمر لرونکو کټګوریو ۵۰ ورزش کارانو په ګډون د بدمنتون ملي فدراسیون تر مشرۍ لاندې د یوې ورځې لپاره ترسره شول.
د دغو تمریناتو موخه د بدمنتون ورزش وده او پرمختګ او د کابل منتخبه سیالیو کې د لوبغاړو ښه ځلېدل ښودل شوي دي.
