بامیان؛ د حاجيګک کان لوبډله د بامیان ولایت د الف ګروپ فوټبال سیالیو اتلولي وګټله
د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي او د یاد ولایت د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د بامیان ولایت په ورزشي لوبغالي کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې، چې د حاجیګک کان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ د شهرداری، یاران، ستارگان سبز، عدالت،معدن حاجیگک، خورشید بامیان، شهبازان، اتحاد جوانان او استقلال لوبډلو ګډون کړی و، چې پای لوبه یې د جاجیګک کان او خورشید لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې د حاجیګک کان لوبډلې د فینالټي وهلو پر مهال د ۵/۴ ګولونو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د پایلوبې نندارې کې د بامیان ولایت د فوټبال فوراسیون استازی محمد عظیم سعادت، د لوبډلو مسؤولانو، قومي مشرانو او د ورزش مینوالو ګډون کړی و.
