ننګرهار کې په لومړي ځل د رګبي سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت د فوتبال لوبغالي کې په لومړي ځل د څلورو لوبدلو ترمنځ د رګبي سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې د رګبي د دودلو په موخه ترسره شوې، لومړۍ لوبه یې د خراسان او اریان لوبډلو ترمنخ ترسره شوه، چې په پایله کې یې خراسان لوبدلې د ۱۰/۱۵ نمرو په توپیر اریان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
همداراز د یادو سیالیو دویمه لوبه کې د ننګرهار ولایت لوبډلې سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د دغو سیالیو لیدو ته د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس، د یادو لوبو مسؤولان، ورزش کاران او د ورش مینوال ورغلي و، چې په پایله کې اتلې لوبډلې ته د یاد ولایت د ورزش ریاست له لوري د اتلولۍ کپ او مډال ورکړل شو.