غزني؛ په مرکز کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې

د غزني ولایت مرکز اړوند په قلاتي کلي کې د استقلال واغظ، اتحاد قریه شالیز، اتحاد قریه قلاتي او د واغظ ولسوالۍ منتخې لوبډلو ترمنځ د فوټبال سوپرکپ ژمنۍ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د اتحاد شالیز او استقلال واغظ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې اتحاد شالیز لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي.