کاپیسا؛ کوهستان حصه اول ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې
د کاپسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د نماینده ګۍ په مرسته او د کوهستان حصه اول ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د خراسان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د خراسان او النصر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې خراسان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د۲/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه فوټبال ورزش ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ د غوره اړیکې پیدا کول وو.
په پای کې د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
