پکتيکا؛ یحيی خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو تر منځ د واليبال ژمنۍ سيالۍ پېل شوې
پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ او د ميترگي گلي د ځوانانو په مالي ملاتړ د دې ولایت د یحيی خېلو ولسوالۍ د ۲۰ لوبډلو تر منځ د واليبال ژمنۍ سيالۍ پېل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د یحیی خېلو او گوډلو کلي لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې ۱/۲ مېدانونو په توپير د گوډلو کلي په بريا پای ته ورسېده.
د يادو سياليو د ترسره کېدو موخه، لېرې پرتو سيمو کې ورزش ته وده ورکول دي.
