بلخ؛ کشنده ولسوالۍ کې د پنځو ولایتونو پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په کشنده ولسوالۍ کې له جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان او کندز ولایتونو د نږدې سل پهلونانو ترمنځ د پهلوانۍ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې دوې ورځې یې دوام وکړ موخه یې د ځوانانو ترمنځ یوه سالمه تفریح برابرول و.
د سیالۍ په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.