غزني؛ د جاغوري ولسوالۍ د والیبال ټورنمنټ د تمقول لومان په اتلولۍ پای ته ورسېده

د بدني روزنې او سپورټ رياست او د واليبال فدراسيون له خوا په جاغوري ولسوالۍ کې د احسان الله سالاري په مالي همکارۍ د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې پیل شوې وې د تمقول لومان په بریا پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ چې د ليګ په بڼه ترسره شوې، د تمقول لومان لوبډلې په ۲۷ نومرو مخکښۍ، د سیالیو اتله شوه.
د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی او د والیبال وده وه، چې په پای کې غوره لوبغاړو ته نغدي جایزې، کپونه، مډالونه او سندونه ورکړل شول.