ننگرهار؛ جلال اباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ورزش رياست په انگړ کې د لومړي ځل لپاره د مرکز او ولسوالیو په کچه د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د واليبال شپنۍ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د سره رود او چپرهار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې چپرهار لوبډلې سيالې سره رود لوبډلې ته د ۱/۲ ميدان په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د غزې له مظلومو مسلمانانو څخه د ملاتړ پېغام ياد شوی، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
