پکتيکا؛ شمشير ديگان لوبډلې د رمضان جام دويم پړاو واليبال سياليو اتلولي وگټله
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ښرنې ښار په سرې کلا سيمه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام دويم پړاو واليبال شپنۍ سيالۍ د شمشير ديگان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د شمشير ديگان او اسد فقير لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې شمشير ديگان لوبډلې سيالې لوبډلې ته ۰/۳ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او ترمنځ يې سالمه تفريح وه، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
