هلمند؛ په ګرمسېر ولسوالۍ کې د بست ساتونکو څلورم پړاو رمضان جام سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ د صفار حوزې اړوند په دورزي سیمه کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال رمضان جام ناک اوټ سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو د پیل په لوبه کې مهاجر افغان لوبډلې خپلې سيالې مشعل افغان لوبډلې ته د ۳_۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
هېره دې نه وي، چې د بُست ساتونکو رمضان جام لومړی پړاو سيالۍ په ۲۰۱۹ کال کې ترسره شوې او سږ کال یې څلورم پړاو سیالۍ ترسره کېږي.
