په ننګرهار کې د والیبال رمضان جام سیالۍ د خراسان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د مرکز او ولسوالیو د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام شپنۍ سیالۍ، چې موخه یې د غزې مظلومو مسلمانانو څخه ملاتړ و، د خراسان پوهنتون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې خراسان پوهنتون لوبډلې خپلې سیالې اتحاد لوبډلې ته د ۲-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د بدني روزنې او ورزش ریاست په انګړ کې ترسره شوې او په پای کې ګټونکو لوبډلو ته لومړی او دویمه درجه کپونه او ورزشي لباسونه ورکړل شول.