بدخشان؛ فیض اباد ولسوالۍ کې د ۲۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د فیض اباد ولسوالۍ ښار مرکز په سنګ مهر ورزشي لوبغالي کې د ۲۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې درې الاقه ترسره شوه، چې لومړی او دویم الاق د سمیع الله او درېیم الاق د صحبت خان له لوري خوسی تر ټاکلې دایرې ورسوه.
د یادو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو موندل و.
د سیالیو په پای کې غوره چاپندازانو ته ډول ډول جایزې ورکړل شوې.
