سرپل؛ مرکز کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز چهارباغ کلي کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د یووالي جام په نوم د فوټبال ګروپي سیالۍ د A رسالت لوبډلې په بریا پیل شوې.
دغو سیالیو لومړۍ لوبه کې د A رسالت لوبډلې خپلې سیالې Aزلان لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
هېره دې نه وي دغه سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي او موخه یې د والیبال ورزش ته وده ورکول و.
