کابل؛ د افغانستان اتلانو لیګ کې اوولسمه او اتلسمه لوبه د استقلال کابل او خدیم اف سي لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د افغانستان اتلانو لیګ په دوام کې نن اوولسمه او اتلسمه لوبه کې استقلال کابل له عدالت فراه او جوانان واحدی له خدیم اف سي لوبډلو سره لوبې وکړې.
د دغو سیالیو په پایله کې استقلال کابل لوبډلې د ۲-۱ ګولونو او خدیم اف سي لوبډلې د ۶-۰ ګولونو په توپیر خپلو سیالو لوبډلو ته ماتې ورکړې.
د افغانستان اتلانو لیګ نهه ورځې مخکې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست په مرسته د فوټبال ملي فدراسیون له لوري له مرکز او ولایتونو څخه د ۱۲ لوبډلو په ګډون پیل شوی دی چې ۳۳ ورځې به دوام وکړي.