لغمان؛ مهترلام ښار کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په مهترلام ښار کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د پرياني لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې پرياني لوبډلې سيالې منگو الف لوبډلې ته ۰/۳ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی او له ااا نظام څخه ملاتړ ښودل شوې و، چې شاوخوا ۱۸ ورځې يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
