تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د وحدت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org2_admin
Sat, May 11 2024 9:03 AM
تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د وحدت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په درقد ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې دوه ورځې مخکې پیل شوې وې، د وحدت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د وحدت او جوانان مرکز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې وحدت لوبډلې د ۳/ صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغه سیالۍ د ۲۰۲۴ فوټسال نړۍوال جام ته د افغان فوټسال ملي لوبډلې د لار موندنې د خوښي په موخه ترسره شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS