هلمند؛ احسان اتلانو لوبډلې د خپلواک جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د نوزاد ولسوالۍ په گندمريز باراز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د خپلواک جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د احسان اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د احسان اتلانو او عليزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، احسان اتلانو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو ۱۲ اورونو کې سيالې لوبډلې د ۲۱۰ منډو هدف کېښود، عليزي لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۳۶ منډو په توپير ماته ومنله.
دغه سيالۍ چې د ورزشکارانو د پرمختگ او هڅولو په موخه ترسره شوې، شاوخوا دوې يې دوام وکړ.
