بادغیس کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلیفتینګ سیالۍ ترسره شوې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پاورلیفتینګ فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلیفتینګ سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو یوه ورځ دوام وکړ او موخه یې ورزش ته د ځوانانو هڅوول و.
د سیالیو په پای کې د بادغیس ولایت ورزش امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.