د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ درې شپېتمه او څلور شپېتمه لوبه کې خدیم او عینو مینه لوبډلو بریا خپلې کړې
د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالیو په دوام درې شپېتمه لوبه کې خدیم لوبډلې خپلې سیالې خراسان فاریاب لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
همدارنګه په څلورشپېتمه لوبه کې عینو مېنه لوبډلې خپلې سیالې جوانان واحدي لوبډلې ته د ۸/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
په داسې حال کې د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو وروستۍ لوبه سبا چهارشنبه د اټک انرژي او عدالت فراه لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې د اټک انرژي لوبډله په یاد لیګ کې د زیاتو لوبو او زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، سرخ پوشان خوافي لوبډله دویم او ابومسلم فراه لوبډله به درېیم مقام ترلاسه کړي.
