زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچوونې سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري په مرکز قلات ښار ج.ه.اد.ي مدرسه کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې عبدالرحمن لومړی، وليد دويم او محمد هارون بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي وو.
