جوزجان؛ خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د ۷۴ ورزشکارانو ترمنځ د WTF تکواندو سیالۍ ترسره شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د WTF تکواندو فدراسیون د استازولۍ له لوري په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د نهه لوبډلو د ۷۴ ورزشکارانو ترمنځ د WTF تکواندو لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د زاهد کلب ورزشکارانو د ۲۲ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، د ابراهیمي کلب ورزشکارانو د ۱۶ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او د ناصري کلب ورزشکارانو د ۱۵ امتیازونو په ترلاسه کولو درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه WTF تکواندو سبک ته وده ورکول او د ځوانانو هڅوول و، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپ، مډالونه، ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شوه.