ننگرهار؛ په لعلپورې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست په همغږۍ او د افغان بيسيم مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په لعلپورې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ له اوسني نظام څخه د ملاتړ په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د لعلپورې الف لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د لعلپورې الف او کوټ منتخبې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لعلپورې لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۴۵ منډو هدف کېښود، کوټ منتخبې لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۵۵ منډو په توپير يې ماته ومنله.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۱۵ ورځې دوام وکړي.