کونړ؛ په مرکز اسعداباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د مرکز اسعداباد ښار په څاگي سيمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ ليگ درېيم پړاو سيالۍ د څاگي ټاېگرز لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د څاگي ټاېگرز او چلېنجر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، څاگي ټاېگرز لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو اوو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۸۹ منډو هدف کېښود، چلېنجر لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د اوو منډو په توپير يې ماته ومنله.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا دوې اوونۍ دوام وکړي.