ننگرهار؛ گوړکو ينگ لوبډلې د امن پسرلي جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مديريت له لوري د دور بابا ولسوالۍ په شمشاد لوبغالي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د امن پسرلي جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د گوړکو ينگ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د گوړکو ينگ او مارکو کېنگ سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، مارکو کېنگ سټارز لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو ۱۰ اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۲ منډو هدف کېښود، گوړکو ينگ لوبډلې ياد هدف په اتم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.
دغه سیالۍ، چې شاوخوا دوې مياشتې يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.