غزني ولایت کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شو

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت علي لالا صاحب سېمې فوټبال سټیډیوم کې د ۱۰ لوبغاړو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شو.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې پیروزي لوبډلې خپلې سیالې پيرزاده لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
هېره دې نه وي دغه سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي او موخه یې د غوره لوبغاړو موندل دي.