ننگرهار؛ په شينوارو ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې
ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مديريت له لوري د ياد ولايت په شينوارو ولسوالۍ پنځه ويشتم لوبغالي کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ له اوسني نظام څخه د ملاتړ په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د عمران لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د عمران او بلال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، عمران لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف کېښود، بلال لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۲۳ منډو په توپير يې ماته ومنله.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.
