ميدان وردگ؛ په ميدان ښار کې د بېلابېلو ورزشونو نمايشات ترسره شول
د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت له لوري د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د جمناسټیک، ITF تکواندو، پهلوانۍ، ووشو، جوجيستو، قوت الرمي او د کانفوتوا نمايشاتو تر څنگ د دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ هم ترسره شوه.
په دغه سیالۍ کې ځواک ميدان ښار لوبډلې سيالې وردگ زلميانو لوبډلې ته ۱/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې په جلرېز ولسوالۍ کې هم ورته نمايشات ترسره شول.
