بدخشان؛ بهارک ولسوالۍ کې د ١٦٠ ورزش کارانو ترمنځ د رستمي غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي د کورش فدراسیون له لوري د ياد ولايت په بهارک ولسوالۍ کې د مرکز، ولسوالیو او نورو ولایتونو ١٦٠ تنو ورزش کارانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
نوموړې سیالۍ په یاد ولایت کې د ملي او دودیزو لوبو د ودې او د سالمې فضا رامنځته کولو په موخه ترسره شوې.
د سياليو په پای کې د کورش په برخه کې د شغنان ولسوالۍ پهلوانانو لومړی، د یفتل ولسوالۍ پهلوانانو دویم او د بهارک ولسوالۍ پهلوانانو درېیم مقام خپل کړ او د رستمي غېږ نیونې په برخه کې بدخشان ولایت لومړی، کندهار دویم او هلمند بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.