هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت د خانشین ولسوالۍ په تاغز فوټبالي حوزه کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د الماس او آسیا فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې الماس لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.
دغه سيالۍ په ناک اوټ (حذفي) ډول ترسره کېږي چې ١٧ ورځې به دوام وکړي.
