پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې ښار په خواجه خېل احسن العلوم مدرسه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د خزان لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې خزان لوبډلې سيالې خلیفه بابا لېسې لوبډلې ته د ۲/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به يوه اوونۍ دوام وکړي.
