زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١۵ تنو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت مرمز قلات ښار کې د ١۵ تنو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې کریم الله لومړی، سید ولي دویم او محمود خان درېیم مقام ترلاسه کړ.
یادې سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې د یاد ولایت د ورزشي آمریت له لوري ګټونکو لوبغاړو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.