غزني؛ اندړو ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د لوی اختر د نمانځلو په موخه د فوټبال سیالۍ، چې ۲۰ ورځې وړاندې پيل شوې وې د اتحاد میري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د اتحاد میري لوبډلې خپلې سیالې اتحاد ګیرو لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د نېکمرغه لوی اختر نمانځل او د ورزشکارانو هڅوول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته یو موټرسایکل او غوره لوبغاړو ته چمتو شوي مډالونه ورکړل شو.
