پکتيکا؛ په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشوونې سيالۍ ترسره شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د يوسف خېلو ولسوالۍ په کټواز ټايگر کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشوونې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې د عبدالحنان لومړی، مشفيق دويم او سیف الله بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.
