خوست کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د مټې چينې ټېپ بال کرکټ ليگ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز متون ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د مټې چينې ټېپ بال کرکټ ليگ سيالۍ د تندر لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د تندر او ذبک ايليون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ذبک ايليون لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۲ منډو هدف کېښود، په مقابل کې تندر لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۱ منډې وکړې، چې په دې سره سيالۍ مساوي پای ته ورسېده، خو په سوپر اور کې تندر لوبډلې سيالې لوبډلې ته د پنځو منډو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
ياده دې وي، چې په دغو سياليو کې لوبډلې په څلورو گروپونو ويشل شوي، چې شاوخوا يوه نيمه مياشت به دوام وکړي.