هلمند؛ اتل لوبډلې د نادعلي ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
Mon, Sep 02 2024 5:00 AM
هلمند؛ اتل لوبډلې د نادعلي ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په (PRT) ورزشي لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د اا د بيا وکمنېدو د درېيمې کليزې په مناسبت د ټېپ بال کرکټ گروپي سيالۍ، چې دوې اوونۍ پيل شوې وې، د اتل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د اتل او عابد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې اتل لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۲۲۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې عابد لوبډلې ۲۱۷ منډې وکړې او لوبه يې د درېيو منډو په توپير وبايلله.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS