هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د سلطنت جام په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د مرکز اف سي او هلمند بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پای کې صفر پر صفر مساوي پای ته ورسېده.
دغه سیالۍ له نشهيي توکو څخه د ځوانانو د مخنیوي او ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.
