پروان؛ سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې، چې یو ورځ یې دوام وکړ.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې احمد پوپل لومړی، مزمل دویم او ابوذر درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول او یووالی رامنځته کول و.
د سیالیو په پای کې د پروان ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.
