د غور ولایت د غرختنې اووه کسېزه لوبډله د یاد ولایت شمال لویدیځو غرونو لوړو څوکو ته وختله

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د غرختنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د غرختنې اووه کسېزه لوبډله د یاد ولایت شمال لویدیځو غرونو لوړو څوکو ته وختله.
دغه اووه کسېزه لوبډله د غور ولایت شمال لویدیځو غرونو تر ۲۵۰۰ متري واټن پورې وختله.
د غرختنې دغو سیالیو موخه د غرختنې سیالیو دودول و، چې یو ورځ یې دوام وکړ.