کاپیسا؛ مرکز محمود راقي ښار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز محمود راقي ښار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تګاب منتخبې ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د تګاب منتخبې لوبډلې خپلې سیالې نجراب ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو او ورزشکارانو ترمنځ یوووالی رامنځته کول و، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.