کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍله لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د شهرک باسوس لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه دشهرک باسوس او صياد قرول لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکي وخت مساوي پاي ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې شهرک باسوس لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۶/۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې ۴۵ ورځې دوام وکړ.