بلخ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کشندې ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د يادې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکلو په موخه د جودو ټاکنيزې سيالۍ وشوې.
په دغو سیالیو کې پر کشندې ولسوالۍ سربيره د زارې ولسوالۍ ورزشکارانو هم گډون کړی وو، چې په پايله کې ۲۴ تنه د کشندې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د ويلو وړ ده، چې يادو سیالیو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.