زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حزب الدین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه کې حزب الدین لوبډلې د ٣/٠ میدانونو په توپیر خپلې سیالې بابا هوتک لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.