چيلسي د دویم ځل لپاره د کلبونو نړۍوال جام سياليو اتلولي وګټله

د کلبونو فوټبال نړۍوال جام سياليو په پايلوبه کې چيلسي خپلې سيالې لوبډلې پاری سن ژرمن ته د ۳ - ۰ ګولونو په توپير ماته ورکړه او د دویم ځل لپاره یې د دغه سیالیو اتلولي خپله کړه.
په دغه سيالۍ کې د چيلسي په ګټه کول پالمر دوه ګوله او ژاوو پدرو يو ګول وواهه.
چيلسي لوبډلې له دې وړاندې په ۲۰۲۱ کال کې پالميراس لوبډلې د ۲ - ۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړې وه او د دې سیالیو اتلولي یې ګټلې وه.
د يادولو ده، چې يادې سيالۍ د امريکا متحده ايالاتو په کوربهتوب د ۳۲ لوبډلو په ګډون د روان ميلادي کال د جون پر ۱۴مه پيل او د جولای پر ۱۳مه پای ته ورسېدې.