پکتیا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينگ سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پاورلفټينگ فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په نښتر گولډ جېم کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينگ دوستانه سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ، چې د لویانو په عمري کټگورۍ کې ترسره شوې، په پایله کې دینار منگل د ۱۸۰ کیلو گرام وزن په پورته کولو سره لومړی، سکوات عادل د ۱۷۰ کیلو گرام وزن په پورته کولو سره دویم او زیارت گل ۱۵۰ کیلو گرام په پورته کولو سره بيا درېیم مقام خپل کړ.
د ویلو ده، چې یادې سیالۍ د پاورلفټينگ ورزش ته د ودې ورکولو او د ورزشکارانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.