ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شولاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د لونګپور او شولاني لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه لونګپور لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د نهو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٣ منډو هدف وټاکه. شولاني لوبډلې ټاکلی هدف د یوې ویکټې په زیان د لوبې په شپږم اور کې ترلاسه کړ او د نهو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.