هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایتد بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د ګرشک ولسوالۍ په محمدي عالي لېسه کې د شپږو ټولګیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د لسم الف ټولګي په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې لسم الف ټولګي د ۴ پر ۳ ګولونو په توپیر خپلې سیالې یوولسم الف ټولګي ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د زده کوونکو ترمنځ د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
