زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پای کې د استاد عزیز خان کلب ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړ.
